د طالبانو ترڅنګ څه دپاسه ۵سوه بهرنی ترهه ګر ملګرتیاکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96300-د_طالبانو_ترڅنګ_څه_دپاسه_۵سوه_بهرنی_ترهه_ګر_ملګرتیاکوي
په قطر کې امریکا اوطالبانو ډلې دموافقې په اساس امریکا باید له افغانستانه خپل عسکر وباسي او طالبان هم له تاؤتریخوالي لاس وا خلي او ا وربند ومني ، خو داسې ښکاري چې دواړه لوري پخپلو ژمنو عمل نه کوي او د افغان ولس ته چټي دوکې ورکوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 11:30 Asia/Kabul
  • د طالبانو ترڅنګ څه دپاسه ۵سوه بهرنی ترهه ګر ملګرتیاکوي

په قطر کې امریکا اوطالبانو ډلې دموافقې په اساس امریکا باید له افغانستانه خپل عسکر وباسي او طالبان هم له تاؤتریخوالي لاس وا خلي او ا وربند ومني ، خو داسې ښکاري چې دواړه لوري پخپلو ژمنو عمل نه کوي او د افغان ولس ته چټي دوکې ورکوي

زمونږخبریال د صداي افغان  خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر ا... صالح  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي ، طالبانو ډلې  له امریکا سره  پخپلې شوي موافقې  کې ژمنتیاوې  نه پوره کوي او تل  ئې له القاعدې ټرهه ګرې ډلې سره ارتباط  درلودلي  او دورته دوام ورکوي .

د ملګروملتو امنیت شورا  هم  په همدا وروستیو کې په خپل یوه راپور کې  وئيلي دي ،طالبان او القاعده ډله تر دې دمه سره ارتباط لري  او په بیلابیلو ولایتونو کې  د طالبانو ترڅنګ  څه دپاسه پنځه سوه بهرني ترهه ګر چې زیاتره ئې د القاعدې ډلې  وګړي دي  جنګیږي .

خو له دې سره په یووخت د طالبانو ډلې مسئولان له القاعدې ډلې سره هر ډول ارتباط ردوي  او وائي چې دوي   نه په افغانستان کې شتون لري او نه هم د دوي شتون  ته طالبان کومه اړتیا لري .

د افغانستان  دولسمشر مرستیال دخپلو خبرو په دوام کې  وئيلي دي طالبانو ته پکار ده چې  دخپل ملت غوښتنه ته غاړه کیږدي او  په درست هیواد کې عمومي اوربند ومني او  له تاؤتریخوالو لاس واخلي .

دا په داسې حال کې دي چې په قطر کې امریکا اوطالبانو ډلې دموافقې په اساس  امریکا باید له  افغانستانه خپل عسکر وباسي او طالبان هم له تاؤتریخوالي لاس  وا خلي  او ا وربند ومني ، خو داسې ښکاري چې دواړه لوري  پخپلو ژمنو عمل نه کوي او د افغان ولس ته چټي دوکې ورکوي