کابل نن بیا یو شمیر چاودنو ولړزاوۀ
په تیرو څو ورځو کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په کابل ښار کې ترهه ګرو حملو او بمي چاودنو یو ځل بیا زور اخستی او وئيل کیږي ، چې د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمینځ په خبرواترو کې له بندونه وروسته د افغانستان حالات بیا د لاترینګلتیا په لور روان شوي دي
راپور ښئ د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې دپولیسو قوماندان سره د خپلو دوو ساتونکو په یوې چاودنې کې وژل شوی دی . همداراز په پغمان ولسوالۍ کې هم په پوځي ګاډي چاودنه شوې البته کومې مرګ ژوبلې ئې نه دي اړولي . دریمه چاودنه هم د کابل ښار په دوهمې ناحیې کې له بره کی چوک سره نزدې شوي چې یو شمیر کسان ئې ټپیان کړي دي.
په تیرو څو ورځو کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په کابل ښار کې ترهه ګرو حملو او بمي چاودنو یو ځل بیا زور اخستی او وئيل کیږي ، چې د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمینځ په خبرواترو کې له بندونه وروسته د افغانستان حالات بیا د لاترینګلتیا په لور روان شوي دي
همداراز له ننګرهاره هم زمونږ خبریال راپور راکوي د ننګرهار ولایت دملی امنیت ادارې اړوند ځانګړ ي ځواک د قوماندانۍ له لورې رسنیو ته په استول شوی خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې د داعش ډلی اړوند دهدفي وژنو یوه پنځه کسیزه ډله ئې ونیوله . په خبر پاڼه کې راغلي چې دغې ډلی به لومړی دولتي چارواکي او مامورین په نښه او وروسته به يې په بی رحمانه ډول ترور کول . په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه له سیمی لیږدول شوي .