د کابل دحکومت مرکچي ټیم ۵غړي بیرته کابل ته وګرځیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96338-د_کابل_دحکومت_مرکچي_ټیم_۵غړي_بیرته_کابل_ته_وګرځیدل
د افغانستان د سولې خبرې اترې چې کابو له شپږو میاشتو مخکې راهسې په قطر کې پیل شوي دي ،تر دې دمه ئې دبې ګناه خلکو له وژلو ،ټارګټ کلینګ، حملو ا و چاودنو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې چې همدغه د امریکا ئي استعمار سپيرې موخې هم دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2021 11:05 Asia/Kabul
  • د کابل دحکومت مرکچي ټیم ۵غړي بیرته کابل ته وګرځیدل

د افغانستان د سولې خبرې اترې چې کابو له شپږو میاشتو مخکې راهسې په قطر کې پیل شوي دي ،تر دې دمه ئې دبې ګناه خلکو له وژلو ،ټارګټ کلینګ، حملو ا و چاودنو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې چې همدغه د امریکا ئي استعمار سپيرې موخې هم دي .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ،د افغانستان یوه خبری  چینل راپور ورکړ،له طالبانو ډلې سره په قطر کې د افغانستان د مرکچي ټيم پنځه غړي،امین احمدي،رسول طالب، کلیم ا.. نقیبي او حبیبه سرائي له دوحې بیرته کابل ته ستانه شوي دي .

Image Caption

د سولې په چارو کې د حکومت د وزارت ویندوئې میرمن ناجیه انوري  هم  له دوحې څخه  کابل ته د افغانستان  دمرکچي ټیم د څو غړو د ستنیدا خبر تائيد کړې ده .

 له دې مخکې هم  د افغانستان د ملی مصالحې د شورا د ویندوي فریدون خوځون پشمول ځينو چارواکو  او همداراز د  افغانستان د  حکومت د مرکچي ټیم  ویندوي نادر نادري  په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو ددریدا خبر ورکړی ؤ .