د کابل دحکومت مرکچي ټیم ۵غړي بیرته کابل ته وګرځیدل
د افغانستان د سولې خبرې اترې چې کابو له شپږو میاشتو مخکې راهسې په قطر کې پیل شوي دي ،تر دې دمه ئې دبې ګناه خلکو له وژلو ،ټارګټ کلینګ، حملو ا و چاودنو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې چې همدغه د امریکا ئي استعمار سپيرې موخې هم دي .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ،د افغانستان یوه خبری چینل راپور ورکړ،له طالبانو ډلې سره په قطر کې د افغانستان د مرکچي ټيم پنځه غړي،امین احمدي،رسول طالب، کلیم ا.. نقیبي او حبیبه سرائي له دوحې بیرته کابل ته ستانه شوي دي .
د سولې په چارو کې د حکومت د وزارت ویندوئې میرمن ناجیه انوري هم له دوحې څخه کابل ته د افغانستان دمرکچي ټیم د څو غړو د ستنیدا خبر تائيد کړې ده .
له دې مخکې هم د افغانستان د ملی مصالحې د شورا د ویندوي فریدون خوځون پشمول ځينو چارواکو او همداراز د افغانستان د حکومت د مرکچي ټیم ویندوي نادر نادري په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو ددریدا خبر ورکړی ؤ .