ولسي جرګه بهسودو ولسوالۍ ته بل پلاوی لیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96352-ولسي_جرګه_بهسودو_ولسوالۍ_ته_بل_پلاوی_لیږي
دوه اونۍ مخکې د میدان وردک ولایت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ برخې کې د علی پور په قوماندانۍ د وسلوالو کسانو او امنیتي مامورانوترمینځ په سختو نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.. دغه نښتې هاله پیل شوي چې د افغانستان امنیتی ځواک د علی پور د نیولو نیّت درلود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2021 01:24 Asia/Kabul
  • ولسي جرګه  بهسودو ولسوالۍ ته بل پلاوی لیږي

دوه اونۍ مخکې د میدان وردک ولایت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ برخې کې د علی پور په قوماندانۍ د وسلوالو کسانو او امنیتي مامورانوترمینځ په سختو نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.. دغه نښتې هاله پیل شوي چې د افغانستان امنیتی ځواک د علی پور د نیولو نیّت درلود.

 زمونږخبریال  د شفقنا خبری آژانس  له قوله راپور راکړ  د افغانستان د ولسی جرګې مشر میر رحمان رحیمي پرون د جرګې په غونډې کې وئيلي دي ، د ولسی جرګې دداخلی چارو کمیشن  فیصله کړې ،یو پلاوی د بهسودو ولسوالۍ د پيښې  اوپه دغې ولسوالۍ کې د امنیتی ځواک په لاس د عامو خلکو  د وژلې د ارزونې په خاطر  ولیږدوي .

 دافغانستان د ولسی جرګې مشر  وئيلي دي ، د پارلیمان حقیقت موندونکی پلاوی باید پخپلو دغو ارزونو او څيړنو کې  د بشري حقوقو او حکومتي پلاوي راپور  پارلیمان ته وړاندې کړي .

 د  افغانستان د ولسی جرګې  غړو له دې مخکې   په استازو  دمشتمل یوه پلاوي  د ټاکلو غوښتنه کړې وه .