افغانستان او امریکا د سولې پر نوي ګډ پلان کار کوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي کابل او واشنګټن موافقه کړې چې په افغانستان کې به د سولې لپاره پر یوه نوي ګډ پلان کار کوي.
ښاغلي اتمر پرون کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په دې پروسه کې د دواړو هېوادونو اړوند وزارتونه او ادارې شاملې دي.
له دې وړاندې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې حکومت اعلان کړی و چې له طالبانو سره د دې هېواد شوې هوکړه چې تېر کال لاسلیک شوې وه له سره ارزوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي هېواد یې د دې پریکړې هرکلی کوي.
ښاغلي اتمر وویل"ډېر ژر به لخیره د امریکا او د افغانستان د حکومتونو ترمنځ د یوه ګډ پلان پر سر په خبرو او یوه جدي بهیر کې شامل شو .
هغه وویل دا پروسه له تېرې شپې راهیسې پیل شوې او په شدت به پرمخ لاړه شي.
حنیف اتمر وویل په دې پروسه کې د دواړو دولتونو له لوریو د دوی د ملي امنیت شواراګانې شاملې دي او د سیاست جوړونې ټول مهم وزارتونه په دې کښې شتون لري".
یاده دې وي چې له درې اونیو راهیسې په دوحه کې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ هېڅ رسمي ناسته نه ده شوې.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینې مشران په دې موده کې ایران، روسیې او ترکمنستان ته په سفرونو بوخت وو.
ترڅنګ یې د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي ځینې غړي هم بېرته کابل ته ستانه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو همدا دوه(2) ورځې وړاندې ویلي وو په دوحه کې بین الافغاني خبري اترې به ژر بیا پیل شي.