له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل له اور بند سره مشروط دي
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په درز او تفرقې اچولو سره دخبرواترو په بهر کې ځنډ او دجنګ پراختیا ته لمن وهلې ده او د افغانستان د واکوالانو ، پارلیماني استازو او د سیاسی او مذهبی شخصیتونو ترمینځ ئې د موقتي حکومت دجوړیدا دپلان په مطرح کولو سره تاؤتریخوالی رامینځةکړی دی .
زمونږخبریال د آریانیوز خبري آژانس له قوله راپور راکړ و د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل بیګا د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټيلیفوني تماس کې ددغه هیواد په داخلي چارو کې په ګوت وهنو سره وئيلي دي ، هرکله چې جنګ پاي ته ورسیږي او اوربند ټينګ شي،نو بهرني پوځیان به له افغانستانه ووځي .
د جوزف بورل دغه لمسونکي اوجنګ غواړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې امریکاپه تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې پخپل ماته خوړلي پوځي شتون سره نه یوازې ددغه هیواد دامنیت دتامینولو وړتیا نه لري ،بلکې دجنګ ،وژلو او ترهه ګرۍ پراختیا او دسولې دخبرواترو په بهیر کې د بندون عامله ده.
د افغانستان د ولسی جرګې استازو دچارشنبې د ورځې په عمومي ناستې کې وئيلي دي،دافغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په درز او تفرقې اچولو سره دخبرواترو په بهر کې ځنډ او دجنګ پراختیا ته لمن وهلې ده او د افغانستان د واکوالانو ، پارلیماني استازو او د سیاسی او مذهبی شخصیتونو ترمینځ ئې د موقتي حکومت دجوړیدا دپلان په مطرح کولو سره تاؤتریخوالی رامینځةکړی دی .