په کونړ او ننګرهار یوشمیر پوځي افسران او داعشی ترهه ګروژل شوي
تیر ماښام ناڅرګندو وسله والو د جلال اباد ښار دویمی ناحیی لغمان هډې سیمه کې د روداتو ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو مشر محمد رضا او د مشرانو جرګې د دارالانشاء دیوې برخې مشر ډاکتر خالد دورانی په ډزو وواژۀ .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد فرید دهقان نن سهار وئيلي دي ،وسله والو طالبانو دکونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د امنیتی ځواک پر پوستو وسله وال ډله ییز بریدونه کړي چې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان فیروز له خپلو ملګرو سره د امنیتي ځواک مرستې ته پر لاره و چې پر ګاډي ئې د سړک غاړې بم چاودنه وشوه . دنوموړي پر وینا په چاودنې کې قوماندان فیروز له یو بل پولیس سره ووژل شو او دوه نور پولیس ژوبل شول خو د کونړ ولایتی شورا غړی دین محمد بیا وایی په دې چاودنه کې دفیروز په ګډون پنځه تنه پولیس وژل شوي دي. ها خوا تیر ماښام ناڅرګندو وسله والو د جلال اباد ښار دویمی ناحیی لغمان هډې سیمه کې د روداتو ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو مشر محمد رضا او د مشرانو جرګې د دارالانشاء دیوې برخې مشر ډاکتر خالد دورانی په ډزو وواژۀ .
ویل کیږي په دې ډزو کې د قوماندان رضا یو کوچنی زوی ټپی شویدی . داهم وئيل شوي چې پولیسو برید ګر نیولي خو د ننګرهار ولایتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. قوماندان رضا د دولت دوسله والو مخالفینو په ځپلو کې ډیر شهرت موندلی و. بل پلو د ننګرهار دوالی ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تیره شپه د ملی امنیت ادارې ځانګړي ځواک د جلال اباد ښار په دویمه اوشپږمه ناحیه کې عملیات کړي چې پکې دداعش ډلی یو مهم غړی شریف اله چې د هدفی وژنو مسولیت یي پر غاړه و وژلی دی خبر پاڼه وایي چې وژل شوی شریف الله د کوماندو او ملي امنیت دوه عسکر هم ترور کړي و . په خبر پاڼه کې راغلي دیادې ډلی دوه نور غړي چې خلک په ځآنګړې توګه سوداګر به یی ګواښل او پیسی به یۍ ترې تر لاسه کولې او دداعش ډلې لپاره به ئې له دې لارې مالي امکانات برابرول، له دووتومانچو سره نیولی دی. په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان د نورو معلوماتو د تر لاسه کولو په موخه تر توقیف او پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.