واشنګټن له طالبانو ډلې سره پر موافقې بیا کتنه کوي
امریکا په قطر کې د تیر کال دفرورۍ په شلمه نیټه له طالبانو ډلې سره دسولې موافقه لاسلیک کړې وه چې په اساس ئې باید طالبان په افغانستان کې تاؤتریخوالی اوحملې ودروي،او امریکائي پوځیان هم له دغه هیواده ووځي، خو تر دې دمه طالبان هم په افغانستان کې خپلو حملو ته دوام ورکوي او له جنګ ځپلي افغانستان ه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو هم کومه نښه نښانه نه ښکاري .
زمونږ خبریال د العربیه ټيلیویژني چینل له قوله راپورراکړ د امریکا دفاع وزارت پنټاګان د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،د دغه هیواد د ولسمشرجوبایډن حکومت به په هغې موافقې چې پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ له طالبانو ډلې سره لاسلیک کړې وه ،بیا کتنه وکړي،خو تردې دمه ددغې بیا کتنې پر ډول فیصله نه ده شوې .
امریکا په قطر کې د تیر کال دفرورۍ په شلمه نیټه له طالبانو ډلې سره دسولې موافقه لاسلیک کړې وه چې په اساس ئې باید طالبان په افغانستان کې تاؤتریخوالی اوحملې ودروي،او امریکائي پوځیان هم له دغه هیواده ووځي، خو تردې دمه طالبان هم په افغانستان کې خپلو حملو ته دوام ورکوي او له جنګ ځپلي افغانستان ه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو هم کومه نښه نښانه نه ښکاري .