د طالبانو په حمله کښې شپږ افغان پوځیان ووژل شول
-
فایل فوټو
څلور د ملي اردو او دوه د ملي امنیت ځواکونه د طالب ډلې په برید کښې وژل شوي دي
څلور د ملي اردو او دوه د ملي امنیت ځواکونه د طالب ډلې په برید کښې وژل شوي دي
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان په شمال کښې د قندوز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي وویل: دغه شپږ تنه ځواکونه د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ باندې د طالبانو په حمله کښې وژل شوي دي.
دشت ارچي د قندوز یوه ډیره ناامنه ولسوالي ده چې زیاتره برخې یې د طالبانو په ولکه کښې دي.
په عین حال کښې د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په لغمان ولایت کښې د طالبانو یوه اووه کسیزه مین ښخونکې ډله نیولې ده.
دغو کسانو نیت درلود چې د مقناطیسي بمونو په کارولو سره په لغمان ولایت کښې حکومتي کارکونکي، امنیتي او دفاعي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کړي.