ننګرهار کښې د طالبانو یوه څلورکسیزه ترهه ګره ډله ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96520-ننګرهار_کښې_د_طالبانو_یوه_څلورکسیزه_ترهه_ګره_ډله_ونیول_شوه
د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې د طالبانو د يوې څلورکسيزې ترهه ګرې ډلې د نيول کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2021 07:54 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د طالبانو یوه څلورکسیزه ترهه ګره ډله ونیول شوه

د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې د طالبانو د يوې څلورکسيزې ترهه ګرې ډلې د نيول کېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار والی د دغه ولایت د ملی امنیت ادارې له مشر فضل الهادي ملکزي سره په یوه ګډه خبري ناسته کښې وویل دملی امنیت ادارې کارکوونکي پر دې بریالي شول چې په یو ځانګړي اقدام کې د جلال باد ښار ، بهسودو او سرۀ رود ولسوالیو څخه د طالبانو اړوند د قاري هجران په مشرۍ یوه مهمه څلورکسیزه ترهه ګره ډله ونیسي .

د ننګرهار والي وویل دیادې ډلې مشر او غړو اعتراف کړے چې د جلال اباد ښار په څو ناحیو کې یې د تر لسو تنو پورې  امنیتي ځواکونه او مهم حکومتي چارواکي وژلې دي او دغه رنګ یی د امنیتی ځواکونو په څو موټرو کښې مقناطیسی ماینونه ځاے پر ځاے کړي دي . ننګرهار والي وویل  د دغو کسانو په نیول  کیدوسره به په ښار کښې د هدفي وژنو او نورو ترهه ګريزو پیښو کچه راټیټه شي . ضیا الحق امرخیل دغه رنګ وویل د ملی امنیت ادارې دوه تنه وسله وال طالبان هم نیولي دي . په دې خبري ناسته کې نیول شوي کسان  هم رسنیو ته وښودل شول چې په خپلو جرمونو یې اعتراف وکړ. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.