د حکمتيار جنګ غوښتونکو څرګندونو ته د افغان حکومت خبردارے
(last modified Mon, 15 Feb 2021 10:43:41 GMT )
Feb 15, 2021 15:13 Asia/Kabul
  • د حکمتيار جنګ غوښتونکو څرګندونو ته د افغان حکومت خبردارے

افغان حکومت د دغه هېواد د حزب اسلامي د مشر د جنګ غوښتونکو او بې وقوفانه څرګندونو په اړه خبردارے ورکړ.

د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستيال نن وويل، ګلبدين حمتيار په تېرو څلورو لسيزو کښې يوازې په دغه هېواد کښې د کودتا، سازشونو او دسيسو په فکر کښې ؤ او له بې ثباتۍ، ناقرارۍ او ناامنۍ نه بغېر يې څه ډالۍ نه ده راوړې.

امرا... صالح د حکمتيار دغه څرګندونې خندونکې، خيالي داستان او توهم بللے او زياته يې کړه، افغان حکومت د هرې هغې ډلې په وړاندې چې غواړي د افغانستان امنيت په خطر کښې واچوي مقاومت کوي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر پرون افغان حکومت ته دړکه ورکړه چې که د دغه ګوند بنديان بې له څه قېدو شرطه له بنديخانوڅخه آزاد نه شي نو ارګ به محاصره کړي او له اشرف غني به حکومت وتروړي.

هغه ادعا وکړه چې اوس هم د حزب اسلامي دېرش زره بنديان د افغانستان په مختلفو بندي خانو کښې پراتۀ دي.

د افغان ولسمشر صلاحکار وحيد عمر هم له دې مخکښې حکتمتيار له ټولنې سره خيانت کونکے بللے او ويلي يې وو چې افغان ولس پکار دے د هغه د دسيسو په وړاندې ټينګ اودريږي او شنډې يې کړي.

له دې مخکښې ګلبدين حکمتيار اسلام آباد ته په سفر کښې پاکستان خپل دويم وطن وبلۀ او د اشرف غني د حکومت د نسکورولو غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د ټولنې قهر او کرکه يې راوپاروله.

د اشرف غني  حکومت په ځلونو ويلي دي چې حکمتيار په افغانستان کښې هيڅ ځاے نه لري.

 

ټیګونه