په افغانستان کې لسګونو کسانو ته بیامرګ ژوبلې اوښتي
د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو د ماینونو دجوړونې یو مرکز هم کشف او تباه کړئ شوی او همداراز له ډيرو کلو او شاوخوا سیمو طالبان شړل شوي دي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان دفاع وزارت پرون مازدیګر د یوې اعلامیې په خپرولوسره وئيلي دي ،د بلخ ،زابل اوکندهار ولایتونو په مختلفو سیمو کې دافغانستان دپوځ هوائي ځواک په حملو کې د وو طالب قوماندانانو پشمول ۳۷وسلوال طالبان وژل شوي دي .
همداراز د بامیان ولایت پولیسو هم وئيلي دي ، ددغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې هم د پولیسو او طالبانو ترمینځ په نښتې کې دوه طالبان وژل شوي دي .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو د ماینونو دجوړونې یو مرکز هم کشف او تباه کړئ شوی او همداراز له ډيرو کلو او شاوخوا سیمو طالبان شړل شوي دي