په افغانستان کې یو لک اویا زره فارمي چرګې مړې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96596-په_افغانستان_کې_یو_لک_اویا_زره_فارمي_چرګې_مړې_شوي_دي
د کابل کندهار د سترې لارې د ګاډو ډرائيورانو د پولیسو د نامناسب چلند او کړاؤنو په دلیل له تیرو درو اونیو راهسې کاربندیز کړی دی چې یو لړ مشکلات او ترینګلتیاوې ئې راولاړې کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 17, 2021 01:19 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې یو لک اویا زره فارمي چرګې مړې شوي دي

د کابل کندهار د سترې لارې د ګاډو ډرائيورانو د پولیسو د نامناسب چلند او کړاؤنو په دلیل له تیرو درو اونیو راهسې کاربندیز کړی دی چې یو لړ مشکلات او ترینګلتیاوې ئې راولاړې کړي دي .

د کابل کندهار دسترې لارې د ګاډو دکاربندیز له امله یولک اویا زره چرګې د له مینځه  تلو په حال کې دي .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د  چرګو  دفارمونو دعمومي ټولنې  مشر  انصار ا...بختیاني پرون په کابل کې په خبري ناستې کې وئيلي دي  دکابل کندهار دسترې لارې د ګاډو  دډرائيورانو  کاربندیز لامل شوی څو  د چرګو  دخواړو لومړني مواد  فارمونو ته ونه رسیږي او دغه راز  په هرات، کندهار ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د  چرګو   تولیدیدونکي خوراکي مواد  د افغانستان نورو سیمو ته  نه منتقلیږي . هغه وئيلی دي  د افغانستان په سویه  د چرګو د ساتنې  کابو اته اتیا زره  فارمونه  د چرګو   دخوراکي دانو له کمښت سره مخامخ دي  او که حکومت سملاسي په دې اړه  کوم جدي اقدام ونه کړي ،نو ممکنه ده په دغو فارمونو کې  یولک اویا زره چرګې  له مینځه لاړې شي

 داپه  داسې حال کې دي ، چې د کابل کندهار د سترې لارې د ګاډو ډرائيورانو  د پولیسو د نامناسب  چلند  او کړاؤنو په دلیل  له تیرو درو اونیو راهسې  کاربندیز کړی دی چې یو لړ مشکلات او ترینګلتیاوې ئې راولاړې کړي دي .د هرات ستره لاره چې له کندهاره تیریږي ، له کابل سره شپاړس ولایتونو ګنډي  او د افغانستان یوه  ترټولو مهمه ستره ټرانزیټي لاره شمیرل کیږي

 

Image Caption
Image Caption
Image Caption