طالبان د افغانستان په مهمو ښارونو حملو ته تیاریږي
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه ویرونکی او جنجال رامینځةکونکی راپور له دې وروسته خپریږي ،چې امریکا نیّت لري د افغانستان په کورنیو چارو کې هماغه راز په ګوت وهنو سره ، په افغانستان کې د موقته حکومت د جوړولو د پلان په مطرح کولو او د طالب بندیانو دخوشي کولو لپاره د حکومت په بیا اړباسلو سره داشرف غني پر حکومت یو ځل بیا دباؤنه زیات کړي ،څو په قدرت کې طالبانو ته پراخه ونډه ورکړي .
زمونږخبریال راپور راکړ د امریکا نیویارک ټایمز خپرونې په همداوروستیو کې په یوه دروغ خپرونکي راپور کې ادعا کړې ده چې په سلګونو طالبان د افغانستان دمهمو ښارونو اوولسوالیو په لور خوځيدلی او په غونډيدو دي څو په دغو ښارونو حملې وکړي .
امریکا ئي لمسونکي خپرونې پخپل دروغجن او دخلکو په ویرونکي رابور کې د طالبانو ډلې دغه اقدام د افغانستان د حکومت لپاره یو ګواښ بللی او مدعي شوي ده مهمو ښارونو او ولسوالیو ته د طالبانو نزدیکیدا دحکومت دنسکوریدا په درشل کې وروستی دی .