طالبان د افغانستان په مهمو ښارونو حملو ته تیاریږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96598-طالبان_د_افغانستان_په_مهمو_ښارونو_حملو_ته_تیاریږي
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه ویرونکی او جنجال رامینځةکونکی راپور له دې وروسته خپریږي ،چې امریکا نیّت لري د افغانستان په کورنیو چارو کې هماغه راز په ګوت وهنو سره ، په افغانستان کې د موقته حکومت د جوړولو د پلان په مطرح کولو او د طالب بندیانو دخوشي کولو لپاره د حکومت په بیا اړباسلو سره داشرف غني پر حکومت یو ځل بیا دباؤنه زیات کړي ،څو په قدرت کې طالبانو ته پراخه ونډه ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2021 01:40 Asia/Kabul
  •  طالبان د افغانستان په مهمو ښارونو حملو ته تیاریږي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه ویرونکی او جنجال رامینځةکونکی راپور له دې وروسته خپریږي ،چې امریکا نیّت لري د افغانستان په کورنیو چارو کې هماغه راز په ګوت وهنو سره ، په افغانستان کې د موقته حکومت د جوړولو د پلان په مطرح کولو او د طالب بندیانو دخوشي کولو لپاره د حکومت په بیا اړباسلو سره داشرف غني پر حکومت یو ځل بیا دباؤنه زیات کړي ،څو په قدرت کې طالبانو ته پراخه ونډه ورکړي .

زمونږخبریال راپور راکړ د امریکا نیویارک ټایمز  خپرونې په همداوروستیو کې په یوه دروغ خپرونکي راپور کې  ادعا کړې ده چې  په سلګونو طالبان   د افغانستان دمهمو ښارونو اوولسوالیو په لور  خوځيدلی او په غونډيدو دي څو په دغو ښارونو حملې وکړي .

 امریکا ئي لمسونکي خپرونې  پخپل دروغجن  او دخلکو په ویرونکي رابور کې  د طالبانو ډلې دغه اقدام  د افغانستان د حکومت لپاره یو ګواښ بللی او مدعي شوي ده  مهمو ښارونو او ولسوالیو ته د طالبانو  نزدیکیدا  دحکومت دنسکوریدا په درشل کې وروستی دی .