په کابل کې چاودنه
Feb 18, 2021 08:42 Asia/Kabul
نن سهار په کابل کې یو پوځي موټر د چاودونکي ماین هدف وګرځید.
د کابل پولیسو ویندوي فردوس فرامرز وایي چې نن سهار د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې ته نږدې موټر چسپکي ماین چاودنه کړې خو تاوان یې نه دی درلودلی.
د فرامرز په وینا امنیتي ځواکونو په دغه سیمه کې یو بل ماین موندلې او شنډ کړې.
بریدونه او د چسپکي ماینونو چاودنې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د خلکو امنیت له مینځه وړې او ویره او وحشت یې د خلکو ترمینځه زیات کړې او له دې چې امریکا د سولې د مذاکراتو په ودرولو کې مهم رول لري دوی ډیر اندیښمن او مایوسه دي.
ټیګونه