طالبان: ټولو ښاریزو ته بې له تبعیضه امنیتي خدمات ورکول کیږي
پارس ټوډی- طالبانو ویلي چې د وګړو لپاره د امنیت په تامینولو کښې د هیڅ تبعیض قائل نه دي او ټول خلک به له یوبرابر امنیته برخمن شي.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله خبر ورکړی چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند «عبدالمتین قانع» د افغانستان ټولو خلکو ته د پراخو او بې تبعیضه امنیتي خدماتو د ورکولو خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې پولیس ځواکونه په ټول افغانستان کښې د امنیت د تامینولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
قانع د افغانستان د شیعیانو د عالي کمیشن له مشر«محمدعلی اخلاقي» او د دغه کمیشن له غړو سره په کتنه کښې د امنیت په تامینولو کښې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت تګلارې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دې وزارتخانې مسئولان او د پولیسو ځواکونه په پوره توان سره د ټولو قومونو او مذهبونو لپاره د پایداره امنیت د ټینګښت په لړ کښې فعالیت کوي.
په دغه کتنه کښې د افغانستان د شیعیانو د عالي کمیشن غړو هم له نظام او امنیتي مسئولانو د ملاتړ په اعلانولو سره ټینګار وکړ چې په مختلفو برخو په تیره بیا د امنیت په تامین کښې به له پولیسو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
حاضرینو د دغې غونډې په باې کښې د افغانستان د اقوامو ترمینځ د ملي یووالي او پيوستون په پیاوړتیا ټینګار وکړ او د افغانستان د خدمت په لړ کښې یې د همکاریو په دوام د نظر اتفاق درلود.