د افغانستان سیاسی نظام ددرست ولس اساسی غوښتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96722-د_افغانستان_سیاسی_نظام_ددرست_ولس_اساسی_غوښتنه_ده
د افغانستان د خارجه وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د سولې دخبرواترو د دوهم پړاؤ له پیلیدا سره په یووخت ، د افغانستان په مختلفو سیمو کې دطالبانو حملې اوبمي چاودنې ډيرې زیاتې شوي دي او حکومت ئې دلیل هم دخبرواترو پر میز د خپل دریځ دپياوړتیا او له حکومته دلازیاتې ونډې داخستو لپاره دطالبانو ډلې هڅه ګني .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 20, 2021 09:15 Asia/Kabul
  •  د افغانستان سیاسی نظام ددرست ولس اساسی غوښتنه ده

د افغانستان د خارجه وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د سولې دخبرواترو د دوهم پړاؤ له پیلیدا سره په یووخت ، د افغانستان په مختلفو سیمو کې دطالبانو حملې اوبمي چاودنې ډيرې زیاتې شوي دي او حکومت ئې دلیل هم دخبرواترو پر میز د خپل دریځ دپياوړتیا او له حکومته دلازیاتې ونډې داخستو لپاره دطالبانو ډلې هڅه ګني .

 زمونږ خبریال  د صدای افغان خبری اژانس  له قوله راپو راکړی،د افغانستان خارجه وزیر په اسلامی امارت د  دغه هیواد دسیاسی نظام د جوړښت پر نه بدلیداد سیمې او نړۍ د اغیز شیندونکو هیوادونو د نظر پر یووالي او  د افغانستان د ولس په هوډ او ارادې سره سیاسی حل لارې ته د رسیدا پر ضرورت  ټينګار کړی دی .

 محمد حنیف اتمر د افغانستان یوشمیر څيړاندو ،کارپوهانو او شناندو سره په کتنې کې وئيلي دي،له ترهه ګرۍ سره د ګډې مبارزې،د افغانستان د خلکو د ټولنیزو،سیاسی او اقتصادي  بریاؤ د ساتنې د دوام  او همداراز ددغه هیواد د ولس له آزادې او خپلواکه ارادې سره سمون خوړونکي سیاسی حل لارې ته د رسیداپه زمینې کې د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د ساتلو او پیاوړتیا لپاره ،دملی اجماع موجودیَت او پیاوړتیا ډيره مهمه ده .

د افغانستان د خارجه وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د سولې دخبرواترو  د دوهم پړاؤ  له پیلیدا سره په یووخت،د افغانستان په مختلفو سیموکې دطالبانو حملې اوبمي چاودنې ډيرې زیاتې شوي  دي او حکومت ئې دلیل هم  دخبرواترو پر میز د خپل دریځ دپياوړتیا  او له حکومته دلازیاتې ونډې داخستو  لپاره  دطالبانو ډلې هڅه  ګني .