د افغانستان سیاسی نظام ددرست ولس اساسی غوښتنه ده
د افغانستان د خارجه وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د سولې دخبرواترو د دوهم پړاؤ له پیلیدا سره په یووخت ، د افغانستان په مختلفو سیمو کې دطالبانو حملې اوبمي چاودنې ډيرې زیاتې شوي دي او حکومت ئې دلیل هم دخبرواترو پر میز د خپل دریځ دپياوړتیا او له حکومته دلازیاتې ونډې داخستو لپاره دطالبانو ډلې هڅه ګني .
زمونږ خبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپو راکړی،د افغانستان خارجه وزیر په اسلامی امارت د دغه هیواد دسیاسی نظام د جوړښت پر نه بدلیداد سیمې او نړۍ د اغیز شیندونکو هیوادونو د نظر پر یووالي او د افغانستان د ولس په هوډ او ارادې سره سیاسی حل لارې ته د رسیدا پر ضرورت ټينګار کړی دی .
محمد حنیف اتمر د افغانستان یوشمیر څيړاندو ،کارپوهانو او شناندو سره په کتنې کې وئيلي دي،له ترهه ګرۍ سره د ګډې مبارزې،د افغانستان د خلکو د ټولنیزو،سیاسی او اقتصادي بریاؤ د ساتنې د دوام او همداراز ددغه هیواد د ولس له آزادې او خپلواکه ارادې سره سمون خوړونکي سیاسی حل لارې ته د رسیداپه زمینې کې د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د ساتلو او پیاوړتیا لپاره ،دملی اجماع موجودیَت او پیاوړتیا ډيره مهمه ده .
د افغانستان د خارجه وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د سولې دخبرواترو د دوهم پړاؤ له پیلیدا سره په یووخت،د افغانستان په مختلفو سیموکې دطالبانو حملې اوبمي چاودنې ډيرې زیاتې شوي دي او حکومت ئې دلیل هم دخبرواترو پر میز د خپل دریځ دپياوړتیا او له حکومته دلازیاتې ونډې داخستو لپاره دطالبانو ډلې هڅه ګني .