په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو ماموریت دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96728-په_افغانستان_کې_د_امریکائي_پوځیانو_ماموریت_دوام_لري
د طالبانو ډلې دمرکچي ټيم مشر ملابرادر په همداوروستیوکې له امریکا غوښتي چې له افغانستانه دې د امریکائي پوځيانو د ویستلو په زمینې کې له طالبانو ډلې سره موافقې ته پابنده ووسي اوخبرداری ئې ورکړی،چې طالبان به نوره په دغه هیواد کې د بهرنیانو لاسوهنې ونه زغمي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2021 10:20 Asia/Kabul
  •   په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو ماموریت دوام لري

د طالبانو ډلې دمرکچي ټيم مشر ملابرادر په همداوروستیوکې له امریکا غوښتي چې له افغانستانه دې د امریکائي پوځيانو د ویستلو په زمینې کې له طالبانو ډلې سره موافقې ته پابنده ووسي اوخبرداری ئې ورکړی،چې طالبان به نوره په دغه هیواد کې د بهرنیانو لاسوهنې ونه زغمي .

ایسو شي ایټيټډ پریس آژانس راپور ورکړی  په داسې حال کې چې  د واشنګټن مخکې کرغیړن حکومت ژمن شوی ؤ چې تر راتلونکي مئ میاشت پورې  له افغانستانه امریکائي پوځیان وباسي ، د پنټان مشر وئيلي دي ، چې تر دې دمه ئې په دې زمینې کې کومه فیصله نه ده کړې  او دم ګړۍ به ماموریتونه دوام ولري .

 د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټِن  په افغانستان کې تاؤتریخوالو ته په اشارې سره ، له دغه هیواده دلویدیځي  پوځيانو له وتلو مخکې د تاؤتریخوالو دک میدا او دکابل دحکومت او طالبانوډلې ترمینځ د سولې دخبرواترو د پرمختګ غوښتنه کړې ده .

 دناټو موسیسې دغړو هیوادونو ددفاع وزیرانو ناسته په پنجشنبې ورځې په بروکسل کې جوړه شوې،خو د افغانستان په باب ئې کومه نتیجه نه ده درلودلې .

 ټاکل شوې وه دغه ناسته د افغانستان په خاورې کې د ناټو ځواک د شتون دبرخلیک په باب فیصله  وکړي . 

لویډ آسټِن  په دوام کې وئيلي دي،امریکابه په بیړې او بې نظمۍ سره له افغانستانه ونه وځي ،څو د ناټو ځواک له خطرو سره مخ نشي .