په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو ماموریت دوام لري
د طالبانو ډلې دمرکچي ټيم مشر ملابرادر په همداوروستیوکې له امریکا غوښتي چې له افغانستانه دې د امریکائي پوځيانو د ویستلو په زمینې کې له طالبانو ډلې سره موافقې ته پابنده ووسي اوخبرداری ئې ورکړی،چې طالبان به نوره په دغه هیواد کې د بهرنیانو لاسوهنې ونه زغمي .
ایسو شي ایټيټډ پریس آژانس راپور ورکړی په داسې حال کې چې د واشنګټن مخکې کرغیړن حکومت ژمن شوی ؤ چې تر راتلونکي مئ میاشت پورې له افغانستانه امریکائي پوځیان وباسي ، د پنټان مشر وئيلي دي ، چې تر دې دمه ئې په دې زمینې کې کومه فیصله نه ده کړې او دم ګړۍ به ماموریتونه دوام ولري .
د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټِن په افغانستان کې تاؤتریخوالو ته په اشارې سره ، له دغه هیواده دلویدیځي پوځيانو له وتلو مخکې د تاؤتریخوالو دک میدا او دکابل دحکومت او طالبانوډلې ترمینځ د سولې دخبرواترو د پرمختګ غوښتنه کړې ده .
دناټو موسیسې دغړو هیوادونو ددفاع وزیرانو ناسته په پنجشنبې ورځې په بروکسل کې جوړه شوې،خو د افغانستان په باب ئې کومه نتیجه نه ده درلودلې .
ټاکل شوې وه دغه ناسته د افغانستان په خاورې کې د ناټو ځواک د شتون دبرخلیک په باب فیصله وکړي .
لویډ آسټِن په دوام کې وئيلي دي،امریکابه په بیړې او بې نظمۍ سره له افغانستانه ونه وځي ،څو د ناټو ځواک له خطرو سره مخ نشي .