د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې د ناڅاپي سیلابونو امکان شته دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96754-د_افغانستان_په_ځینو_ولایتونو_کښې_د_ناڅاپي_سیلابونو_امکان_شته_دی
د افغانستان د موسمیاتو ادارې پرون خبردارې ورکړ چې په ځینو ولایتونو کښې د سختو واورو او بارانونو د وریدو احتمال شته دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2021 04:17 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د موسمیاتو ادارې پرون خبردارې ورکړ چې په ځینو ولایتونو کښې د سختو واورو او بارانونو د وریدو احتمال شته دی.

د افغانستان د موسمیاتو ادارې د دغه هیواد په ځینو ولایتونو کښې د نسبتاً سختې واورې او بارونونو د وریدو په وجه د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ

د افغانستان د موسمیاتو ادارې پرون خبردارې ورکړ چې په ځینو ولایتونو کښې د سختو واورو او بارانونو د وریدو احتمال شته دی.

دغې ادارې وویل: په تخار، قندوز، بغلان، بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، هرات، بدخشان او سالنګ ولایتونو کښې د مخکښې په پرتله د سختې واورې او ډیر باران د وریدو او له امله یې د ناڅاپي سیلابونو د راتلو امکان شته دی.

دغې ادارې پرون زیاته کړې چې په راتلونکو دوو ورځو کښې په مختلفو سیمو کښې له ۱۰ نه تر ۲۵ میلي میټرو پورې باران وریدو اټکل کیږي.

دا په داسې حال کښې دي چې پرون سهار د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وویل: د هیواد په ځینو سیمو کښې د واورې له وریدو سره سره د ګاډو د تګ راتګ لپاره ارتباطي لارې خلاصې دي.