د افغانستان د ۱۴۰۰ ملي بودجې تایید
Feb 22, 2021 09:16 Asia/Kabul
ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې درېیمه مسوده تصویب کړه
د افغانستان ولسي جرګې نن د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د دې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړه چې د رایو په اکثریت د دې جرګې له لوري تصویب شوه.
د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ۴۷۳ میلیارده او ۴۱ میلیونه افغانۍ ټاکل شوې ده، چې له ډلې یې ۳۱۱میلیارده عادي او ۱۶۱ میلیارده پراختیایي بودجه ده.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې دوه ځلې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د ناانډولۍ له امله رد شوې وه.
ټیګونه