د ایران او افغانستان له ترټولو ستر بادي تونله ګټه اخیستنه پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96846-د_ایران_او_افغانستان_له_ترټولو_ستر_بادي_تونله_ګټه_اخیستنه_پیلیږي
د دغې پروژې ۲۵ میګاواټه به د روان ۱۳۹۹ کال تر پاې پورې ګته اخیستنې ته وسپارله شي او ۲۵ میګاواټه نوره بریښنا به یې د راتلونکي ۱۴۰۰ کال په پیل کښې له شبکې سره ونښلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2021 04:24 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د دغې پروژې ۲۵ میګاواټه به د روان ۱۳۹۹ کال تر پاې پورې ګته اخیستنې ته وسپارله شي او ۲۵ میګاواټه نوره بریښنا به یې د راتلونکي ۱۴۰۰ کال په پیل کښې له شبکې سره ونښلي.

د ایران د انرجۍ مرستیال وزیر د ایران او افغانستان په ګډو پولو کښې د نړۍ د یو ډیر ستر بادي تونل د جوړولو او پراختیا پروژې ته په اشارې سره وویل: د دغې پروژې ۲۵ میګاواټه به د روان ۱۳۹۹ کال تر پاې پورې ګته اخیستنې ته وسپارله شي او ۲۵ میګاواټه نوره بریښنا به یې د راتلونکي ۱۴۰۰ کال په پیل کښې له شبکې سره ونښلي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد ساتکین زیاته کړه: د دغه ۵۰ میګاواټي بریښناکوټ جوړول او ترې ګټه اخیستل د لویو لارو د جوړولو او هم داشان د پوسټ، مخابرانو او انټرنیټ د پیلولو په شان پراختیايي بیخ بیناؤ د رامینځته کیدو سبب شوي دي.

هغه په دې سیمې کښې د نویو بادي پروژو جوړولو ته د نورو پانګه والو پاملرنې او هرکلي ته په اشارې سره زیاته کړه: پر دې پروژې سربیره یوه بله ۵۰ میګاواټي پروژه هم د پراختیا په حال کښې ده چې یوه برخه به یې د روان کال تر پاې او بله به یې د راتلونکي کال په اوائلو کښې اجرا شي.