په افغانستان کې د کرونا ضد واکسن د وېش لړۍ پیل شوه
Feb 23, 2021 10:01 Asia/Kabul
په افغانستان کې د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف د هندي واکسن د وېش لومړۍ مرحله پیل شوه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د هند هېواد په مرسته افغانستان د واکسن د وېش په برخه کې له ۱۷۲هېوادونو څخه مخکې شو او دا د افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده.
نوموړي وویل دا پنځه سوه زره واکسن به لومړی هغه کسانو ته ولګول شي چې حقدار یې دي او هڅه دا ده چې په دوهم پړاو کې به دغه واکسن کابو ۴۰ سلنه هېوادوالو ته ورسي.
دا ۵۰۰ زره ډوزه واکسن افغانستان سره د هند هېواد لخوا مرسته شوې چې نن یې په رسمي ډول د تطبیق چارې پیل شوې او لومړی یوې خبریالې بیا د سرتېرو په استازیتوب یو سرباز او وروسته یوې ډاکترې ته تطبیق شو.
ټیګونه