د بغلان روغتون د جراحۍ څانګې مسئول ډاکټز ووژل شو
Feb 24, 2021 02:37 Asia/Kabul
افغان امنيتي چارواکو د بغلان د روغتون د جراحۍ د څانګې د مسئول ډاکټر د وژل کېدو خبر ورکړ.
د افغانستان د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت رسنیو ته ویلي، ډاکټر خلیل الرحمن پرون ماښام د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په فابریکه قند سیمه کښې د طالبانو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوے دے.
ډاکټر خلیل الرحمن له دې وړاندې په بغلان ولایت کښې جرنېلسټانو د اتحادیې مشر هم ؤ.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه لاڅه نه دي ویلي.
ټیګونه