ننګرهار کښې د کرونا ضد واکسینو تطبیق پیل شو
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس وویل چې د دې واکسینو د تطبیق لپاره یی شپیته تنه روغتیا پالانو او پنځلس تنو پوځیانو ته روزنه ورکړی ده.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نصیر احمد درانی وایي چې د عامې روغتیا وزارت ورته د هندوستان هیواد جوړ او مرسته شويو کرونا واکسینو ۲۴ زره ۶۲۰ ډوزه ورلیږلي چې ۱۲ زره ۳۱۰ تنو ته به په یوه میاشت کښې دوه ځلې تطبیق شي.
ډاکتر درانی وویل: په دې پړاو کې چې پېل یې د ننګرهار پوهنتون د تدریسي روغتون مشر ته د واکسین پر تطبیق وشو، روغتیایی کارکوونکو او نظامی چارواکو ته به ولګول شي او په دویم پړوا کښې به د تعلیمي او تحصیلی مرکزونو کارکوونکو او غړو ته ورکړې شي او دریم پړاو به د عامو وګړو لپاره وي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس وویل چې د دې واکسینو د تطبیق لپاره یی شپیته تنه روغتیا پالانو او پنځلس تنو پوځیانو ته روزنه ورکړی ده.
په ننګرهار ولایت کې د کرونا ویروس ضد واکسین داسی مهال پیلیږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د دې وایرس د مثبتو پیښو او مړینو شمیر د پخوا په پرتله خورا کم شوی دی.