قندهار کښې له طالبانو سره سخته جګړه روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96902-قندهار_کښې_له_طالبانو_سره_سخته_جګړه_روانه_ده
راپورونه وايي، وسله والو طالبانو د قندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ ډله ایز بریدونه پیل کړي او لا هم جګړه روانه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2021 14:09 Asia/Kabul
  • قندهار کښې له طالبانو سره سخته جګړه روانه ده

راپورونه وايي، وسله والو طالبانو د قندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ ډله ایز بریدونه پیل کړي او لا هم جګړه روانه ده.

راپورونه وايي، وسله والو طالبانو د قندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ ډله ایز بریدونه پیل کړي او لا هم جګړه روانه ده.

تاند خبري سایټ خبر ورکړی چې د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی په ارغستان ولسوالۍ کې د جګړې پخلی کوي، خو وايي چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي.

د بارکزي په خبره، ځانګړي ځواکونه پرون ناوخته دغه ولسوالۍ ته رسېدلي او په دولتي تاسیساتو کې ځای پر ځای شوي.

بله خوا د ملي دفاع وزارت وايي چې په کندهار کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د یاد ولایت په میانشین، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کې اوښتې.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو چې هوايي ملاتړ هم ورسره و، تېره ورځ په یادو درې واړه ولسوالیو کې عملیات تر سره کړل چې په ترڅ کې یې ۴۲ طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د ملي دفاع وزرت وايي، په دې هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د طالبانو یو پټنځای، څلور موټرسایکلونه، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یووړل شول.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې افغان چارواکي او طالبان تل یو بل ته د دغسې درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکې سرچینې یې ډېر کله تایید او یا هم رد نه شي کولای.