د امریکې له خوا افغانستان ته له ۴۰۰ زیاتو عراده ټانکونو سپارل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96916-د_امریکې_له_خوا_افغانستان_ته_له_۴۰۰_زیاتو_عراده_ټانکونو_سپارل
امریکې له 400 زیات هموی ټانکونه د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2021 01:40 Asia/Kabul
  • د امریکې له خوا افغانستان ته له ۴۰۰ زیاتو عراده ټانکونو سپارل

امریکې له 400 زیات هموی ټانکونه د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلي دي.

امریکا سلګونه وسایط چې ۴۰۳ زغره وال هاموې موټر، ۱۷۰موټرسایکلونه، ۴۳ رنجر او ۲۳ زغروال امبولانسونه په کې شاملېږي د افغانستان ملي پوځ ته وسپارل.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د جګړې د احتمالي پراخېدو لپاره د حکومتي ځواکونو له چمتووالي خبر ورکوي او وايي چې، طالبانو له دوحې هوکړې وروسته نه یوازې دا چې، تاوتریخوالی یې راکم نه کړ؛ بلکې د افغان حکومت له لوري له خوشې شویو طالب بندیانو سلګونه کسان یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
ښاغلي میاخېل په دې هکله زیاته کړه:«ژمنه دا وه چې دوی بېرته جګړې ته نه ستنېږي. ځينې یې بیاځلې جګړې ته ستانه وي دي. ځينې یې وژل شوي، ځينې نیول شوي هم دي. وروستۍ شمېرې چې موږ یې لرو دا دي چې ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې بېرته جګړې ته ستانه شوي دي.»