روسیې ته د افغانستان د خارجه وزیر سفر
د افغانتسان د حکومت لوړپوړي چارواکي تمه لري ،په دغه هیوادکې د سولې له خبرواترو سره د مرستې بهیر ته د مختلفو هیوادونو واریدیدا، دافغانستان له اوسني حکومته په ملاتړ، په دغه هیواد کې د جمهوریت د حیاتي اصل او اساسی قانون پر ساتلومشتمل وي ، او له هر ډول هغو بحثونو څخه چې د ډيموکراسۍ داصولو په رول کې د طالبانو ډلې د غیر منطقي غوښتنو په پياوړتیا کې وي ،ډډه وکړي .
د افغانستان خارجه وزیر ددغه هیواد د سولې دبهیر او د سیمه ایزو مسئلو په باب د بحث او مشورو په خاطر دروسیې ماسکو ته په سفر تللی دی . محمد حنیف اتمر روسیې ته په سفر کې د دغه هیواد دخارجه وزیر پشمول له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړ ي دي .
په افغانستان کې د سولې سره داړونده مسئلو په باب په روسیې کې د حنیف اتمر مشورې په داسې حال کې د ي چې په افغانستان کې د موقته حکومت له جوړیدا په ملاتړ کې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دتیرې ا ونۍ څرګندونې د کابل دچارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوي وې .
د افغانستان د حکومت او ملت له نظره ، هر ډول هغه پلان چې په افغانستان کې د انتخاباتو او ډيموکراسۍ په وسیله د جوړ شوي اوسني حکومت موقعیّت له خطرې سره مخامخ کوي ،، له اساسی قانون او د ولس له حقوقو سره په تضاد کې ګڼي .
په افغانستان کې د موقته حکومت دجوړیدا پلان یو هغه وړاندیز دی چې امریکا او ځينو نورو هیوادونو په افغانستان کې ددایمي اور بند دټينګیدالپاره د موافقې او دجنګ دختمولو لپاره د طالبانو ډلې د نظر د تامینولو لپاره مطرح کړی چې دا پلان ، دافغانستان د ولسمشر اشرف غني د ځينو مخالفو اوسیالو سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو له ملاتړه هم برخمن دی.
په افغانستان دموقته حکومت له جوړولو په ملاتړ کې د دغه هیوادپه چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي کابلوف وروستۍ څرګندونې ، د افغانستان د سولې بهیر ته په اغیزشیندونکي واریدیدا کې دکابل دحکومت دچارواکو د تمو په اپوټه دي .
د افغانستان حکومت په اوسنیو شرائطو کې چې په قطر کې له طالبانو ډلې سره دسولې خبرې اترې بندون ته رسیدلي دي ،تمه لری ، دسیمې هیوادونه په دغو خبرواترو کې د کابل له اصولي دریځونو ملاتړ وکړي .
د سولې په موافقې کې د امریکا د ژمنتیاؤ اجرا ته په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا لپاره دهلوځلو اومشورو په بهیر کې له پرمختګ سره د نه مشروط کولو او بین الافغاني خبرواترو په بهیر کې د باؤر جوړونې لپاره د موقته اوربند په ټينګولو د تکیې لپاره پر طالبانو ډلې د باؤ اچول ، له نړیوالې ټولنې په تیره بیا د سیمې له هیوادونو د افغانستان دحکومت غوښتنه ده .
په داسې حال کې چې دافغانستان حکومت ،د سولې د خبرواترو په ډګر کې له طالبانو ډلې سره د نړیوالې ټولنې په یوډول مخامخونې کې دکابل حکومت د انځورشوو چوکاټونو په اساس ، ددغه هیواد دسولې په بهیر کې د بیلابیلو هیوادونو داغیزشیندونکي رول لوبونې غوښتنه کوي ، په افغانستان کې د موقته حکومت د جوړونې له پلانه د روسیې پشمول د ځینو لوبغاړو ملاتړ ، ددغه هیواد د انتظار وړ لاره کې نشي کیدلی .
په دغه شان شرائطو کې د افغانستان خارجه وزیر روسیې ته تللی څو ددغه هیواد له ځينو چارواکو سره په خبرواترو کې د موقته حکومت د جوړیدا له پلان سره دکابل د مخالفت د دلیلونو په بیانولو سره ، د افغانستان له ملی ګټو او امنیت سره په سمون خوړلو کې د افغانستان دسولې په بهیر کې د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا لوبغاړو رول لوبونکی څرنګوالی تشریح کړي .
د افغانتسان د حکومت لوړپوړي چارواکي تمه لري ،په دغه هیوادکې د سولې له خبرواترو سره د مرستې بهیر ته د مختلفو هیوادونو واریدیدا، دافغانستان له اوسني حکومته په ملاتړ، په دغه هیواد کې د جمهوریت د حیاتي اصل او اساسی قانون پر ساتلومشتمل وي ، او له هر ډول هغو بحثونو څخه چې د ډيموکراسۍ داصولو په رول کې د طالبانو ډلې د غیر منطقي غوښتنو په پياوړتیا کې وي ،ډډه وکړي .
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له هرډول سلطې سره دخپل هیواد په مخالفت کې د پاکستان د پوځ د مځکني ځواک د قوماندان نوي څرګندونې ، په دغه هیواد کې د سولې موضوع ته د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا لوبغاړو د واریدیدا په څرنګوالي کې د کابل د تمو یو مصداق دی چې په اساس ئې باید ددغې ډلې له هرډول امتیاز غواړي کړچاره ملاتړ ونه شي اویوازې د انتخاباتو دترسره کیدا او عمومي رایو ته د مراجعه کولو له لارې، د سیاسی قدرت ډګر ته دطالبانو پر واردیدا، ټينګار وشي