روسیې ته د افغانستان د خارجه وزیر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96928-روسیې_ته_د_افغانستان_د_خارجه_وزیر_سفر
  د افغانتسان د حکومت لوړپوړي چارواکي تمه  لري ،په دغه هیوادکې د سولې له خبرواترو سره  د مرستې بهیر ته د مختلفو هیوادونو واریدیدا، دافغانستان له  اوسني حکومته په ملاتړ، په دغه هیواد کې د جمهوریت  د حیاتي اصل او اساسی قانون پر ساتلومشتمل وي ، او  له هر ډول هغو بحثونو څخه چې  د ډيموکراسۍ  داصولو په رول کې د طالبانو ډلې د غیر منطقي  غوښتنو په پياوړتیا کې وي ،ډډه وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2021 11:51 Asia/Kabul
  • روسیې ته د افغانستان د خارجه وزیر سفر

  د افغانتسان د حکومت لوړپوړي چارواکي تمه  لري ،په دغه هیوادکې د سولې له خبرواترو سره  د مرستې بهیر ته د مختلفو هیوادونو واریدیدا، دافغانستان له  اوسني حکومته په ملاتړ، په دغه هیواد کې د جمهوریت  د حیاتي اصل او اساسی قانون پر ساتلومشتمل وي ، او  له هر ډول هغو بحثونو څخه چې  د ډيموکراسۍ  داصولو په رول کې د طالبانو ډلې د غیر منطقي  غوښتنو په پياوړتیا کې وي ،ډډه وکړي .

د افغانستان خارجه وزیر ددغه هیواد د سولې دبهیر او د سیمه ایزو مسئلو  په باب د بحث او مشورو په خاطر  دروسیې ماسکو ته په سفر تللی دی . محمد حنیف اتمر  روسیې ته په سفر کې د دغه هیواد دخارجه وزیر پشمول  له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړ ي دي .

   په افغانستان کې د سولې  سره   داړونده  مسئلو په باب  په روسیې کې د   حنیف اتمر مشورې په داسې حال کې د ي چې په افغانستان کې د موقته حکومت  له جوړیدا په ملاتړ کې   د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي  ضمیر کابلوف  دتیرې ا ونۍ  څرګندونې  د کابل دچارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوي وې .

 د افغانستان د حکومت او ملت له نظره ، هر ډول هغه پلان چې  په افغانستان  کې د انتخاباتو او  ډيموکراسۍ په وسیله  د جوړ شوي اوسني حکومت  موقعیّت  له خطرې سره مخامخ کوي ،، له اساسی قانون او د ولس  له حقوقو سره په تضاد کې  ګڼي .

په افغانستان کې  د موقته حکومت دجوړیدا پلان یو هغه وړاندیز دی چې امریکا او ځينو نورو هیوادونو  په افغانستان کې  ددایمي اور بند دټينګیدالپاره د موافقې او دجنګ دختمولو لپاره د طالبانو ډلې د نظر  د  تامینولو لپاره  مطرح کړی  چې دا پلان ، دافغانستان د ولسمشر اشرف غني د ځينو مخالفو اوسیالو سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو له ملاتړه هم برخمن دی.   

په  افغانستان  دموقته حکومت له جوړولو  په ملاتړ کې د دغه هیوادپه چارو کې  د روسیې د ځانګړي  استازي کابلوف وروستۍ څرګندونې  ، د افغانستان د سولې بهیر ته په اغیزشیندونکي واریدیدا کې  دکابل دحکومت  دچارواکو  د تمو په اپوټه دي .

 د افغانستان  حکومت په اوسنیو شرائطو کې  چې  په قطر کې له طالبانو ډلې سره دسولې  خبرې اترې بندون ته رسیدلي دي ،تمه  لری ، دسیمې هیوادونه  په دغو خبرواترو کې د کابل له اصولي دریځونو ملاتړ وکړي .

 د سولې په موافقې کې د امریکا د  ژمنتیاؤ اجرا ته په افغانستان کې  د سولې د ټينګیدا لپاره  دهلوځلو اومشورو په بهیر کې  له پرمختګ سره  د  نه مشروط کولو  او بین الافغاني خبرواترو په بهیر کې د باؤر جوړونې لپاره د موقته اوربند په ټينګولو  د تکیې لپاره پر طالبانو ډلې د باؤ اچول ، له نړیوالې ټولنې په تیره بیا د سیمې له هیوادونو  د افغانستان دحکومت  غوښتنه ده . 

په داسې حال کې  چې  دافغانستان حکومت  ،د  سولې د خبرواترو په ډګر کې  له طالبانو ډلې سره د نړیوالې ټولنې  په یوډول مخامخونې کې  دکابل حکومت د انځورشوو چوکاټونو په اساس ، ددغه هیواد دسولې په بهیر کې  د بیلابیلو هیوادونو داغیزشیندونکي رول لوبونې غوښتنه کوي ، په افغانستان کې د موقته حکومت  د جوړونې له پلانه د   روسیې پشمول د ځینو لوبغاړو  ملاتړ ،  ددغه هیواد د انتظار وړ لاره کې نشي کیدلی .

په دغه شان شرائطو کې د افغانستان  خارجه وزیر روسیې ته تللی څو ددغه هیواد له ځينو چارواکو سره په خبرواترو کې  د موقته حکومت د جوړیدا له پلان  سره  دکابل د مخالفت  د دلیلونو په بیانولو سره ،  د افغانستان له ملی ګټو او امنیت سره په سمون خوړلو کې  د افغانستان  دسولې په بهیر کې  د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا  لوبغاړو   رول لوبونکی څرنګوالی تشریح کړي .

  د افغانتسان د حکومت لوړپوړي چارواکي تمه  لري ،په دغه هیوادکې د سولې له خبرواترو سره  د مرستې بهیر ته د مختلفو هیوادونو واریدیدا، دافغانستان له  اوسني حکومته په ملاتړ، په دغه هیواد کې د جمهوریت  د حیاتي اصل او اساسی قانون پر ساتلومشتمل وي ، او  له هر ډول هغو بحثونو څخه چې  د ډيموکراسۍ  داصولو په رول کې د طالبانو ډلې د غیر منطقي  غوښتنو په پياوړتیا کې وي ،ډډه وکړي .

 داپه داسې حال کې دي چې  په افغانستان کې د طالبانو له  هرډول سلطې سره  دخپل هیواد په مخالفت کې د پاکستان د پوځ د مځکني ځواک د قوماندان  نوي څرګندونې ،  په دغه هیواد کې  د سولې  موضوع ته د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا  لوبغاړو د واریدیدا په څرنګوالي کې د کابل د  تمو یو مصداق دی  چې  په اساس ئې باید  ددغې ډلې  له  هرډول امتیاز غواړي کړچاره ملاتړ ونه شي  اویوازې د انتخاباتو دترسره کیدا او  عمومي رایو ته د مراجعه کولو له لارې، د سیاسی قدرت ډګر  ته دطالبانو پر واردیدا،  ټينګار وشي