د جرمنی د دفاع وزیره افغانستان ته راغلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96966-د_جرمنی_د_دفاع_وزیره_افغانستان_ته_راغلې
د جرمنی د دفاع وزیره ان گريټ کرامپ کارینباور، نن سهار بلخ ته تللې او هلته یې له الماني ځواکونو سره کتلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2021 11:44 Asia/Kabul
  • د جرمنی د دفاع وزیره افغانستان ته راغلې

د جرمنی د دفاع وزیره ان گريټ کرامپ کارینباور، نن سهار بلخ ته تللې او هلته یې له الماني ځواکونو سره کتلي دي.

د جرمنی د دفاع وزارت یوه اعلامیه کې د کارینباور له قوله لیکلي، چمتو دي چې په راتلونکي کې د افغان سولې پروسې ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د آلمان د حکومت کابینې د تېرې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر پایه پورې تمدید کړ چي د پارلمان تصویب ته اړتیا لري.