د جرمنی د دفاع وزیره افغانستان ته راغلې
Feb 26, 2021 11:44 Asia/Kabul
د جرمنی د دفاع وزیره ان گريټ کرامپ کارینباور، نن سهار بلخ ته تللې او هلته یې له الماني ځواکونو سره کتلي دي.
د جرمنی د دفاع وزارت یوه اعلامیه کې د کارینباور له قوله لیکلي، چمتو دي چې په راتلونکي کې د افغان سولې پروسې ملاتړ ته ادامه ورکړي.
د آلمان د حکومت کابینې د تېرې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر پایه پورې تمدید کړ چي د پارلمان تصویب ته اړتیا لري.
ټیګونه