کابل کې دوې چاودنې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97004-کابل_کې_دوې_چاودنې_شوې
نن سهار د کابل ښار په پنځمه او لسمه امنیتي حوزو کې دوې پرلپسې چاودنې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2021 11:24 Asia/Kabul
  • کابل کې دوې چاودنې شوې

نن سهار د کابل ښار په پنځمه او لسمه امنیتي حوزو کې دوې پرلپسې چاودنې شوې دي.

افغان امنیتي چارواکو اعلان وکړ چي د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د پل کمپنۍ په سیمه کې چاودنه شوې چي هیڅه مرګژوبله یې نه ده اړولې.

د دې راپور سره سم، یاده چاودنه د پولیسو په موټر باندې شوې.

دوهمه چادونه بیا د پولیسو په لسمه امنیتي حوزه کې د سرک سلیم کاروان په سیمه کې شوې چي د امله یې یو تن وژل شوی او څلورو نور ژوبل شوي دي.

په دې وروستیو کې په کابل کې بمي چاودنې له حد نه زیاتي شوي او هر ورځ ملکي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اړوي.