د افغانستان په لوېدیځه کې ټروریستي چاودنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97068-د_افغانستان_په_لوېدیځه_کې_ټروریستي_چاودنه
د افغانستان په لوېدیځه کې یو ځل بیا یوې ټروریستي چاودنې د خلګو اندېښنې راپارولي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2021 03:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لوېدیځه کې ټروریستي چاودنه

د افغانستان په لوېدیځه کې یو ځل بیا یوې ټروریستي چاودنې د خلګو اندېښنې راپارولي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي، چاودنه د هرات ښار د ۱۳مې ناحيې په مربوطاتو کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه په یوه موټرسايکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې، چې په پایله کې د پولیسو یو سرتیري ټپي شوي دي.

ځینو سرچینو په یاده چاودنه کې د څلورو پولیسو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

تر دې دمه هیڅ یوه ډله د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.