د افغانستان په ختیځ کې ۱۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97122-د_افغانستان_په_ختیځ_کې_۱۵_وسلوالو_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
د ننګرهار په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2021 10:20 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځ کې ۱۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، په شېرزاد او حصارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونه لاسته ورغلي .

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.