په کابل کې یو دیني عالم ټرور شو
Mar 03, 2021 08:48 Asia/Kabul
په کابل کې د پولیسو چارواکو اعلان وکړ چي نن سهار یو دیني عالم د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وویشتل شو.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، افغان دینی عالم مولوی فیض محمد فایض نن سهار د کابل په ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا وویشتل شو.
مولوی فایض د قندز د ولایت د علماو د شورا مخکنی مشر وو چي په یاد ولایت یې د امنیتي ګواښونو د امله پرېښی و او کابل ته کډه شوی و.
تر دې مخکې هم په افغانستان کې د نامعلومو وسله والو له لوري مخور دیني عالمان په نښه شوې دي.
ټیګونه