کمانډو ځواکونو هرات کې د طالبانو زندان مات کړی
Mar 03, 2021 09:15 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې کمانډو ځواکونو د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۳۴ملکي او نظامي بندیان خوشي کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې تېره شپه افغان ځانګړي ځواکونو د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو په زندان برید کړی او ۶ وسلوال طالبان وژلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پر پایله کې د وسلوالو طالبانو له زندان څخه ۳۴ تنه بندیان ازاد شوي چې په دغو ۳۴ کسانو کې ۱۱ د ملي اردو سرتیري،۷ پولیس، ۳ د هوایي ځواکونو غړي، پنځه د پروژې کارکوونکي، ۱ ولسي پاڅون کوونکی او ۷ ملکي کارکوونکي وو چې د طالبانو له زندانه خوشي کړل شول.
ټیګونه