موقته اداره، افغانستان ته د امریکا نوی وړاندیز
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی وایي، امریکا د افغانستان د سولې په تړاو حکومت ته یوه نوې طرحه سپارلې ده.
په داسي حال کې چي طالبانو سره د امریکا ډیپلماټیکي هڅې ناکامه شوي او په افغانستان کې جګړې ورځ تر بلي زور اخیستي امریکا یوه نوې طرحه یې افغان حکومت ته وړاندې کړې ده چي پکښې په موقتي ادارې باندې ټینګار شوی دی.
دا په داسي حال کې دی چي د افغانستان ولسمشر اشرف غنی تر دې مخکې د موقتې ادارې له وړاندیز سره مخالفت ښودلی و.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو جګپوری چارواکی رسنیو ته ویلي چي که دا طرحه ومنل شي، د افغانستان د سولې په بهیر کې به د ملګرو ملتونو ونډه زیاته او د دغه سازمان په منځګړیتوب به د افغان مخورو او مشرانو یوه غونډه جوړه شي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغان چارواکو، سیاستوالو او یو شمېر ګوندونو له مشرانو سره په خبرو بوخت دی.
د افغانستان دولت تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی خو افغان ولسمشر تر دې مخکي په ځلونو ویلي وه چي ټاکنې د واک د لېږد یواځینۍ لاره ده.