د جلال اباد د پولیسو اواستخباراتي اداروچارواکي له دندو لیرې کړائ شول
که څه هم چې دننګرهار ولایتي چارواکي وسله وال طالبان ددې پیښې عاملین بولي خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي تازه ځینو ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو خبرونوکې ویل شوي چې داعش ډلې ددې پېښې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان دننګرهار والی ضیا الحق امرخیل وایي وروسته له دې چې د انعکاس خصوصي تلویزیون درې ښځینه کارکوونکې د جلال اباد ښار په مینځ کې د مخ پټو وسله والو له لورې په ډزو وژل شوې، د جلال اباد ښار د پولیسو د حوزو د جنایي،استخباراتو او ترهه ګرۍ دبرخو چارواکي یې له دندو لیرې کړل.
هغه وویل د پولیسو د حوزو په رهبرۍ او تشکیلاتي جوړښت کې هم بنسټیز بدلونونه په نظر کې نیول شوي دي.د ننګرهار والي ویلي، دنظامي شورا په ځانګړې ناسته کې چې پرون مازدیګرشوي ، پریکړه وشوه چې که دانعکاس تلویزیون د درې ښځینه کارکوونکو دترور عاملین ونه نیول شي، د امنیتی سکټر مشرتابه دې هم خپلو دندو پریښودو ته چمتو وي.
داپه داسې حال کې دي چې نن سهار هم په جلال آباد ښارکې په یوې بم چاودنې کې د ننګرهار روغتون یوه ډاکټره وژل شوي او یو بل تن ټپی شوی دی .