په کاپیساولایت کې ۲۷وسلوال طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97200-په_کاپیساولایت_کې_۲۷وسلوال_طالبان_وژل_شوي
د امریکا د دسیسو په خاطر او دمئ میاشت تر وروستیو پورې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو پر نه ویستلو د قطر د تش په نامه سولې موافقې کې د دغه هیواد پر ژمنتیاؤ د سترګو د پټولو په دلیل، دغه خبرې اترې له بندون سره مخ شوي دي او په جنګ ځپلي افغانستان کې تر دې دمه یوازې د وینو دبهیدا او د عامو وژلو د زیاتیدا لامل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2021 08:27 Asia/Kabul
  • په کاپیساولایت کې ۲۷وسلوال طالبان وژل شوي

د امریکا د دسیسو په خاطر او دمئ میاشت تر وروستیو پورې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو پر نه ویستلو د قطر د تش په نامه سولې موافقې کې د دغه هیواد پر ژمنتیاؤ د سترګو د پټولو په دلیل، دغه خبرې اترې له بندون سره مخ شوي دي او په جنګ ځپلي افغانستان کې تر دې دمه یوازې د وینو دبهیدا او د عامو وژلو د زیاتیدا لامل شوي دي .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری له قوله راپور راکړی ، د افغانستان دپوځ هوائي ځواک  په کاپیسان ولایت کې په هوائي حملې سره د طالبانوډلې ۲۷وسلوال وژلی  چې د حزب ا...بدر  او ولی ا... حظیفه په نامې سره  دوه طالب کمانډران پکې تر سترګو کیږي ،اودغه راز  ۱۳ نور ئې هم ټپیان کړي دي.

 له دې سره په یووخت  دافغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  کابل ته په سفر سره د افغانستان له لوړو پوړو چارواکو او سیاستوالانو سره  د  موقتي حکومت د جوړیدا او د سولې خبرواترو په باب هم مشورې او د نظر تبادله کړې ده .

داپه داسې  حال کې دي چې  له طالبانو ډلې سره دافغانستان د حکومت  دسولې دخبرواترو بهیر  چې له تیر ستمبر میاشت راهسې په قطر کې پيل شوی