په ننګرهار کې څلور جنایتکار ترهه ګر نیول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97208-په_ننګرهار_کې_څلور_جنایتکار_ترهه_ګر_نیول_شوي_دي
د نیول شوي ګروپ مشر فخرا... د خپلو اعترافاتو پر مهال وویل، له تېرو دوه کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو اړوند د قاري خالد ګروپ غړی دی چې ورته ئې د پېښو ترسره کولو طرحه او کسانو د جذب چارې ترسره کولې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2021 09:40 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې  څلور جنایتکار ترهه ګر نیول شوي دي

د نیول شوي ګروپ مشر فخرا... د خپلو اعترافاتو پر مهال وویل، له تېرو دوه کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو اړوند د قاري خالد ګروپ غړی دی چې ورته ئې د پېښو ترسره کولو طرحه او کسانو د جذب چارې ترسره کولې.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ  د افغانستان  د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،  دننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې پولیسو د فخر ا... په مشرۍ د وسله والو طالبانو اړوند د قاري خالد ګروپ هغه پنځه کسیزه ډله نیولي چې کابو  دوه اونۍ وړاندې ئې په جلال اباد ښار کې ډاکټر میهن یوسفي سره د دوو ملګرو شهید کړی .

هغه زیاته کړه، نیول شويو کسانو اعتراف کړی چې د وسله والو طالبانو د یو سرګروپ قاري خالد له لورې ورته د یاد ډاکټر د وژنې په قضیه کې ۱۶۰ زره افغانۍ ورکړل شوې وې چې دوی د درو  ریکشاوو په وسیله د ۹ کسیز ګروپ په مرسته یاده پېښه ترسره کړه.

نوموړي زیاته کړه، امنیتي ځواکونو  ئې تر دې وړاندې هم د ګڼ شمېر قضیو مجرمین نیولي او د وروستیو رامینځته شویو قضیو عاملین به هم ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د نیول شوي ګروپ مشر فخرا... د خپلو اعترافاتو پر مهال وویل، له تېرو دوه کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو اړوند د قاري خالد ګروپ غړی دی چې ورته ئې د پېښو ترسره کولو طرحه او کسانو د جذب چارې ترسره کولې.

Image Caption
Image Caption