طالبان دې دحکومت له استعفی وروسته له اوربند سره موافقه وکړي
د افغانستان د حزب اسلامی ددغې ډلې پلویانو په داسې حال کې په کابل کې د موقته حکومت د جوړیدا په حق کې مظاهره کړې ، چې په دوحې کې د کابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینځّ پّ کیدونکو خبرواترو پر مهال امریکا د موقته حکومت پلان وړاندې کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان حزب اسلامی حکمتیار ډلې مشر ګلبدین حکمتیار پرون په کابل کې د دغه ګوند دپلویانو د مظاهرې پر مهال وئيلی دي ،نور د کابل حکومت واکوالي پاي ته رسیدلې ده او باید ګوښه شي او د افغانستان ملت ته دې اجازت ورکړي څو په دغه هیواد کې یو هراړخیز حکومت جوړ او ورپسې ئې دانتخاباتو له لارې اصلي استازو ته وسپاري .
حکمتیار ویلي دي ، دقطر په دوحه کې د سولې د خبرو مدیریت یوې کوچنۍ ډلې په واک کې دی چې خپله بقا په جنګ کې ګوري.
د حزب اسلامی حکمتیار ډلې دغه مشر زیاته کړې ، طالبان دې له مشروط اوربند سره توافق وکړي، دا هغه مهال چې اوسنی حکومت استعفا وکړي او واک نوي حکومت ته ولېږدول شي چې د ټولو په خوښه ټاکلی حکومت وي، دوهم د دې پر ځای چې د ارګ له پلاوي سره اوږد مهالې او بې پایلې مذاکرې کېږي، باید له اغېزناکو لورو سره پریکنده خبرې وشي چې د ملت د غوره لورو استازیتوب وکړي، کوم پلاوی چې دوحه کې له ارګه استازیتوب کوي له یوه منزوي او منفور اقلیت استازیتوب کوي.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان دو لسمشرۍ د ماڼۍ یوه ویندوي مینه پوال په ډاګه کړې چې حکمتیار دې له خپلو حدود بهر پښې نه ږدي او په هیواد کې د جمهوریّت له لارې واک ته درسیدو هڅه وکړي او نور دې پریږدي ددغه هیواد ولس پخپلو فیصلو سره د هیواد چارې پر مخ بوځي .
د افغانستان د حزب اسلامی ددغې ډلې پلویانو په داسې حال کې په کابل کې د موقته حکومت د جوړیدا په حق کې مظاهره کړې ، چې په دوحې کې د کابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینځّ پّ کیدونکو خبرواترو پر مهال امریکا د موقته حکومت پلان وړاندې کړی دی .