ننګرهار او لغمان ولایتونوکښې چاودیدونکي توکي، وسلې او مهمات ونيول شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97298-ننګرهار_او_لغمان_ولایتونوکښې_چاودیدونکي_توکي_وسلې_او_مهمات_ونيول_شول
افغان چارواکو په ننګرهار او لغمان ولايتونو کښې د چاودېدونکو توکو او د جنګي سازوسامانونو د نيول کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2021 12:58 Asia/Kabul
  • ننګرهار او لغمان ولایتونوکښې چاودیدونکي توکي، وسلې او مهمات ونيول شول

افغان چارواکو په ننګرهار او لغمان ولايتونو کښې د چاودېدونکو توکو او د جنګي سازوسامانونو د نيول کېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د لغمان د والي مرستیال  ډاکټر خواجه محمد عصامي  وويل د دغه ولايت د ملي امنیت ادارې کارکوونکو  په یو ځانګړي اقدام کښې د کابل جلال اباد په لویه لار په یوه لارې کښې بار شويو نولسو بوریو کښې ځاے په ځاے شوي ۷۵۰ کیلو ګرامه امونیم نایټریټ چاودیدونکي توکي کشف او تر لاسه کړل نوموړي وویل له دغه چاودیدونکو  توکیو سره چې یو تن یی د لیږد په تور نیول شوے دے یوه اندازه نور هغه وسایل چې د بمونو په جوړولو کښې ترې کار اخیستل کیږي هم نیول شوي دي.

 د لغمان مرستیال والي وویل مخالفینو غوښتل له دغو چاودیدونکو توکو څخه د سړک غاړې او مقناطیسي ماینونو په جوړولو کښې کار واخلي . د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي .

بل پلو د ننګرهارامنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وويل پولیسو د مخکینۍ اطلاع له مخې د جلال اباد ښار اتمې ناحیی اړوند د بحراباد په سیمه کې له یوه کور څخه یو م کلاشینکوف یوه تومانچه  او زیاته اندازه  مهمات او نور جنګي تجهیزات کشف او تر لاسه کړي دي. امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان په دې اړه چې ایا له دغو وسلو . مهماتو او فوځي تجهیزاتو په تور څوک نیول شوي که نه ؟ زیاته یکړه چې مخالفینو غوښتل له دغو وسلو او مهماتو څخه په جلال اباد کې په ترهګریزو عملياتو کې کار واخلي. په دې وروستیو کښې جلال اباد ښار امنیتي وضیعت د هدفي وژنو او بمی چاودنو له امله د اندیښنې وړ ګرځیدلی او اوسیدونکو یې له ولایتي ادارې څخه د دې وضیعت د بدلون جدي غوښتنه کړې . ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل ن  د انعکاس تلویزیون د دریو وژل شویو ښځینه کارکوونکو د فاتحې په مراسمو کښې وویل راتلونکې یوه میاشت کې به د جلال اباد ښار دامنیتي وضیت په بدلولو کې مهم ګامونه پورته او امن و امان به رامنځته کړي.