په سورئې د امریکا حمله داعشي جنایتکاروته یوه ډالۍ وه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97324-په_سورئې_د_امریکا_حمله_داعشي_جنایتکاروته_یوه_ډالۍ_وه
د امریکا ولسمشر کانګرس ته د یوه لیک په لیږلو سره هڅه کړ ې، په عراق کې په امریکائي پوځیانو د لازیاتو حملو د مخنیوي په پلمه دسورئې په ختیځ حمله توجیه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2021 08:53 Asia/Kabul
  • په سورئې د  امریکا حمله داعشي جنایتکاروته یوه ډالۍ وه

د امریکا ولسمشر کانګرس ته د یوه لیک په لیږلو سره هڅه کړ ې، په عراق کې په امریکائي پوځیانو د لازیاتو حملو د مخنیوي په پلمه دسورئې په ختیځ حمله توجیه کړي .

د امریکا په مشرانو جرګې کې د ورجینیا  ایالت پخواني غړي ریچرډ بلک  له پریس ټي وی سره په خبرو کې   په سورئې د امریکا  وروستۍ هوائي حمله  د داعش ډلې لپاره  یوه ډالۍ بللې او وئيلي ئې دي ،په نړۍ کې داسې یو هیواد هم نشته چې  د نورو هیوادونو په ضد ئې دامریکا هومره پوځي حملې کړي وي .

بلک زیاته کړې ده،کله  امریکا  د عراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک چې  له داعشي جنایتکارو سره په مبارزې کې یو اغیزشیندونکی ځواک ؤ ،حمله کوي ،په حقیقت کې  ئې  په عراق او سورئې کې  له داعشي ترهه ګرو سره  مرسته کړې ده .

  د امریکا دغه جمهوري غواړي سیاستوال  په دوام کې په دې خبرې کولو سره چې  په بغداد کې  په شنې سیمې  وروستۍ توغندوي حملې  یوازې په سورئې د حملې لپاره د جوبایډن  دحکومت  پلمه  بللې ، وئيلي دي ،  دسورئې   خپلواکه ټاټوبی، د امریکا   حملو ټارګټ شوی  او دا په بشپړ ډول له نړیوالو قوانینو سره  په تضاد کې ده .

  د امریکا دفاع وزارت دوه اونۍ مخکې د جمعې په ورځې  په یوې اعلامیې کې وئيلي، ددغه هیواد پوځ  د جوبایډن  په فرمان د وسورئې په ختیځ کې  دایران له خوا ملاتړکیدونکي دمقاومت ډلو پر مورچلو  بمباري کړي ،  چې د عراق  الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک په یوې اعلامیې کې وئيلي ، دا حمله دسورئې په خاورې کې نه ،بلکې د عراق په پوله ایزو سیمو کې شوي  چې د عراق دخپلواکۍ او مځکنۍ بشپړ تیا جوته خلاف ورزي ده . داپه داسې حال کې دي چې  د امریکا ولسمشر  کانګرس ته د یوه لیک په لیږلو سره هڅه کړ ې، په عراق کې په امریکائي پوځیانو د لازیاتو حملو د مخنیوي په پلمه دسورئې په ختیځ حمله  توجیه  کړي .