له طالبانو سره خبرې دایمي ثبات نشي تضمینولی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97330-له_طالبانو_سره_خبرې_دایمي_ثبات_نشي_تضمینولی
له دې تر مخکې پورې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ټينګار کړی تر څو چې ژوندی وي په دې باب به دامریکا تر دباؤ لاندې ورنشي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 07, 2021 10:20 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره خبرې دایمي ثبات نشي تضمینولی

له دې تر مخکې پورې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ټينګار کړی تر څو چې ژوندی وي په دې باب به دامریکا تر دباؤ لاندې ورنشي .

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور  راکړ  د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد ا... محب  نن په کابل کې دامن او ثبات نومې سیمنار کې  وئيلي دي ،  د دکابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ  اوسني  خبرې اترې  د اشرف غني د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ  دنوي بڼې د رامینځةکیدا لامل کیدلی شي څو  جنګ پاي ته ورسیږي .

حمد ا... محب  زیاته کړې ده ،  په افغانستان کې دسولې دټينګیدا لپاره باید واقعیّتونه په نظر کې ونیول شي ،ځکه  دغه جنګ یوازې داخلی اړخونه نه لري او  ددې ترشا ډير ستر عوامل پټ دي  او که یوازې داخلي عوامل ئې وائ ،نو دغه جنګ دومره دوام نه درلود.

 دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي،چې زلمی خلیلزاد په وروستیو شپو ورځو کې په افغانستان کې له سیاسی مشرانو سره  ډیر لیده کاته کړي دي .

وئيل کیږی د افغانستان  له سیاسی شخصیّتونو سره د  افغانستان په چارو کې د امریکا دځانګړي استازي یوه د بحث وړ موضوع ، د موقتي حکومت او یا له طالبانو سره  دمشارکتي حکومت  مطرح کول دي .

له دې تر مخکې پورې د افغانستان ولسمشر  اشرف غني ټينګار کړی  تر څو چې ژوندی وي  په دې باب به دامریکا تر دباؤ لاندې ورنشي .