طالبان راتلونکي پسرلي ته د جګړې چمتووالی نیسي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97344-طالبان_راتلونکي_پسرلي_ته_د_جګړې_چمتووالی_نیسي
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبان راتلونکي پسرلي کې د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2021 03:48 Asia/Kabul
  • طالبان راتلونکي پسرلي ته د جګړې چمتووالی نیسي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبان راتلونکي پسرلي کې د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

مسعود اندرابي په کابل کې خبریالانو ته وویل، د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې طالبان د راتلونکو میاشتو لپاره د جګړې چمتووالی نیسي.

هغه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل سره په ګډه ناسته کې وویل: طالبان په دې هڅه کې دي چی راتلونکي پسرلي ته تعیینات ولري، اکمالات ترلاسه کړي او جګړه پیل کړي، خو موږ هیله‌مند یو چې دغه ډله د سولې لاره غوره کړي او د خلکو له وژنو لاس واخلي."