ننګرهار لپاره د داعش ډلی د استخباراتو خودساخته مرستیال ووژل شو
د افغانستان د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکو د دغه ولايت لپاره د داعش ترهه ګرې ډلې د استخباراتو خودساخته مرستيال د وژل کېدوخبر ورکړ.
له جلال آباده زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ادارې اړوند ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کښې ویلي چې دغو ځواکونو تیره شپه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د ادوړ په سیمه کښې عملیات کړي چې پکې د ننګرهار ولایت لپاره د داعش تکفيري ترهه ګرې ډلی د استخباراتو خودساختهمرستیال د وسله وال مقاومت په پایله کښې ووژل شو. په خبر پاڼه کښې راغلي چې وژل شوي تن پلان درلود چې په ننګرهار او کابل کې په امنیتي ځواکونو ډله ییز او موټر بم بریدونه تر سره کړي.خبر پاڼه وایي چې دعملیاتو په مهال درې کلاشنکوفه یوه تومانچه او د داعش ډلې بیرغونه هم دامنیتي ځواکونو لاسته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي . په خبر پاڼه کښې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته د اوښتي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي