طالبانو د قندهار يوه ولسوالي ونيوله
Mar 10, 2021 06:04 Asia/Kabul
طالب ځواکونو د قندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ باندې په حملې سره دغه سيمه په خپله قبضه کښې راوسته.
د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې د قندهار ولايت ځاي سرچينې وائي، د دغه ولايت د ژړۍ ولسوالۍ يو شمېر برخې طالبانو ونيوې او د قندهار ولايتي شورا پرون وويل چې طالب ځواکونو د حوض مدد سيمې د نيولو لپاره د قندهار – هلمند د لوئې لارې ځينې برخې ورانې کړې دي.
او همدارنګ يې په دغه لويه لار کښې درې پولونه هم په بارودو والوزول.
ټیګونه